ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ا.ا ویاند: د کابل شهرنو کې پر هوټل برید پای ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نه‌دی وژل شوی.
هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.

هلمند کې د هوا سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي چې د خپلو ماشومانو درملنې لپاره یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې وايي، د ژمي رارسېدو سره هم‌مهاله، په موسمي ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه شوې ده.

دوی وايي چې د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته تودې جامې برابرې کړي چې له امله یې د سینه‌بغل په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.