Asset 1SWN

د اوبو ضایعاتو مخنیوی؛ لوګر کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی

5445436566_9e2193a58c_b

د لوګر د سیندېزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې یې محلي چارواکو، قومي مشرانو او کروندګرو ته د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړ.

د یاد ولایت سیندېزې حوزې ریاست رییس مولوي اسماعیل اخندزاده سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز پل‌علم کې یې د یوې غونډې په ترڅ کې د پل‌علم او ولسوالیو رسمي دولتي کارکوونکو، قومي مشرانو، میرابانو او کروندګرو ته د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اخندزاده زیاته کړه چې په پام کې ده، د دغې غونډې ګډونوال به په مرکز او ولسوالیو کې د دولت کارکوونکو او عامه خلکو ته د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه هم عامه پوهاوی ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د لوګر سېندیزې حوزې ریاست پل‌علم او ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمو خوندیتوب او زیاتوالي په موخه له لسو زیات ذخیروې بندونه جوړ کړي او هڅه کوي چې په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته ذخیروې بندونه او چکډېمونه جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام