د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ۴۱میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۶۸ بېلابېلې پوهنیزې پروژې بشړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي جنت‌ګل عزیز پل‌علم کې یوې غونډې ته  وویل، یادې پروژې د پوهنې وزارت، کورنیو او نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو په مرسته په یوه کال کې پلي شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عزیز زیاته کړه، په بشپړیو شویو پروژو کې د ښوونځيو بیارغاونه، ښوونځيو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړونه، د ښوونځيو احاطوي دیوالونو جوړول او همدارنګه یو شمیر ښوونځيو زده کوونکو ته د زده کړو وسایل اخېستل شامل دي.

نوموړي وویل: «روان کال د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې برخه کې لوې او وړې پروژې عملي شوي دي چې د یادو پروژو له بشپړېدو سره د ښوونځيو زرګونه زده کوونکو ته خوندي چاپیریال رامنځته شوی ده او په پام کې ده چې په راتلوونکو څو میاشتو کې ورته نورې پروژې هم عملي شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پوهنې ریاست په داسې حال کې د ۶۸ پروژو د عملي کېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې اوس هم شاوخوا ۷۶ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام