Asset 1SWN

لوګر کې اورلګېدنې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

IMG-20230815-WA0005

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پُل‌‌علم کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتې دي.

دغه اورلګېدنه بېګاه شپه ۸بجې د پُل‌علم ښار د لرګیو په ټالونو کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د لوګر د والي ویاند عمرمنصور سلام‌وطندار ته ویلي چې اورلګېدنه د پُل‌علم سوېل دروازې ته څېرمه د لرګېو په ټالونو کې شوې چې د امنیتي ځواکونو او اطفایې کارکوونکو له لوري مهار شوې.

نوموړي زیاته کړه چې خلکو ته د اوښتو مالي زیانونه په اړه به ډېر ژر یو ګډ پلاوی وټاکل شي او د اوښتو مالي زیانونو په اړه به پلټنه وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه اورلګېدنه د څه له کبله رامنځته شوې ده.

بل‌خوا د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي روح‌الله سلام وطندار ته وویل چې د یادې اورلګېدنې له امله د لرګیو درې ټالونه او دوه نجارۍ په بشپړه توګه سوځېدلي او خلکو ته سلګونه زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې پل‌علم کې د اورلګېدنې له امله د رامنځته شوې مالي زیان له امله زیانمنو شویو لرګیو پلورونکو سره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام