جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.

دغو ښځو او نجونو له یو ښوونیز ورکشاپ څخه د لسګونو نجونو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې ۴۰ سلنه جوزجاني ښځې او نجونې د زده‌کړې ترڅنګ کار کاوه او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې یې ونډه اخیسته، خو اوس پر دوی لګول شوي بندیزونه د دې سبب شوي چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فرنګیس چې د جوزجان اوسېدوونکې ده سلام‌وطندار ته وایي: « مونږ هم غواړو د هغوی په څېر فعالیت او لاسته راوړنې ولرو چې وکولی شو په ټولنه کې ځان ثابت کړو. کله چې مونږ برابر حق لرو نو باید په ټولو برخو کې مساوي حق ولرو او مونږ هم حق لرو چې تعلیم او کار وکړو.»

په همدې حال کې په جوزجان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وایي، د ښځو او نجونو غوښتو ته به د اسلامي اصولو پر بنسټ رسېدنه وشي.

د جوزجان ولایت د سکتوري خدمتونو رییس بدرالدین قدوسي وايي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو له فعالیت سره کومه ستونزه نه لري.

له بلې خوا، د ښځو د حقونو فعالانې په ټولنه کې د ښځو پر مهم رول ټینګار کوي او وايي چې د ښځو له شتون پرته به ټولنه فلج شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ د  چې په تېرو اتو مياشتو کې له شپږم ټولګي پورته  د نجونو د ښوونځيو تړل پاتېدل د هېوادوالو او نړيوالې ټولنې اندېښنې راپارولي دي. د پوهنې وزارت ویلي دي چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونې ته په تمه دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام