تورخم پر ډیورنډ کرښه د افغانستان له زیات مصرف بندرونو ګڼل کېږي چې هره ورځ پرې د سوداګرۍ سربېره زرګونه کسان دواړو خواو ته تګ راتګ کوي؛ خو تر هغې وروسته چې پاکستان په پېژندپاڼه افغانستان ته په تلو بندیز لګولی، هغه شمېر کسان چې پاسپورټ نه‌لري او هغې غاړې بند پاتې دي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه افغانان چې لا د کرښې پورې غاړې ایسار پاتې دي، له یو عالم ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د تورخم له لارې په پاسپورټ راغلي مسافرین وایي، په بند پاتې کسانو کې له ځينو سره ماشومان او مېرمنې هم شته چې د روژې په میاشت کې له بد وضعیت څخه تېرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وویل، ان ځينې داسې کسان هم شته چې هلته د استوګنې لپاره په کافي اندازه امکانات او خرڅ هم نه‌لري.

یوه مسافر سیداحمد ولي سلام‌وطندار ته وویل: « تورخم کې هغه غاړې غټ مشکل دا دی، هغه کسان چې تذکره ورسره وي، پاکستان ورتګ د تګ جازه نه ورکوي. ډېره مشکله ده، ځکه یو خو روژه ده او بل هوا هم ګرمه ده، دوی له څو ورځو په دې هیله وي چې ګني بېرته به ستانه شي، خو اجازه نه ورکوي واقعاا له ډېرو ستونزو سر مخ دي.»

تر دې وړاندې که څه هم پاکستان له دې غاړې د عاجلو ناروغانو پرته بې له پاسپورټ چاته د ورتګ اجازه نه ورکوله، خو له هغې مخې خلکو کولای شول چې په پېژندپاڼه هېواد ته ستانه شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، چې دوی د ډيپلوماتیکو لارو چارو هڅې پیل کړي، څو ټولې هغه ستونزې چې په بهر کې ورسره افغانان مېشت دي، حل کړي.

که څه هم تېر کې له دې غاړې هم مسافرو ته د تګ پر وړاندې لويې ننګونې وې؛ خو د تورخم کمیسار غازي‌الله هاشمي وایي چې تر ډېره بریده یې دغه ستونزې حل کړي دي.

هغه وویل: «افغانستان ته د افغانانو بیرته راتګ یا نورې ستونزې چې په بهرنیو هېوادونو کې  ورسره افغانان مخ دي د حل لپاره يې مسوولین کار کوي  امید مو شته، چې دا ستونزه به دومداره نه وي او انشالله چې ژر به حل شي.»

ولسي غوښتنې دا دي چې پاکستان  هېواد دې د مسافرو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي او هغوی چې اوس بند پاتې، هر څه ژر دې هېواد ته د ستنیدو اجازه ورکړل شي.

ټولنیز فعال حیات الله حمیدي سلام‌وطندار ته وویل: «د ګاونډي هېواد پاکستان له دولت مو هیله او ارزو ده، چې افغانانو لپاره د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي موږ جنګونو ځپلې یو د صحت په برخه کې ډېرې زیاتې ستونزې لرو نو ځکه مجبوريږي چې پاکستان ته لاړ شي او خپله درملنه وکړي.»

پاکستاني چارواکو ډېر کله افغانانو ته د تګ راتګ پر وړاندې د ستونزو د هواري او سهولتونو زیاتوالی ژمنې کړي؛ خو نیوکي دا دي، هغه څېر چې لازمه ده عملي شوي ندي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان سره تر بل هر هېواد د افغانستان راتګ راتګ زیات دی، چې ګڼ شمېر یې درملنې او ځينې نور د خپلو خپلوانو حال احوال اخیستو لپاره ورځي خو ډېر کله په تورخم او سپین بولدک ستونزې را ولاړيږي، چې خلک ستونزو سره مخ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام