د مرغومې ۱۴مه د اوزبکي او ترکمني ژبو د ملي ورځې په توګه په کابل کې د یو شمېر لوړپوړيو حکومتي چارواکيو په حضور کې ونمانځل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر وویل، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېلابېلو قومونو او ژبو موجوديت پهکې ځانګړې ښکلا ورپه برخه کړې.
نوموړی وایي، په هېواد کې بېلابېلو قومونو او ژبو ته د ښکلا وربښلو لپاره باید د دغو ژبو او قومونو د تنوع ملاتړ وشي.
عباس بصیر زیاتوي، د لوړو زدهکړو وزارت توانېدلی چې د اوزبکي او ترکمني ژبو د ساتنې او پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي په هېواد کې د بېلابېلو ژبو په ځانګړې توګه د اوزبکي او ترکمني ژبو د اهمیت او ځایګي د بیان ترڅنګ وایي، د هېواد د پوهنې وزارت په اډانه کې د اوزبکي او ترکمني ژبو نږدې ۲۰۰۰ ښوونکي په تدریس بوخت دي.
نوموړې زیاتوي، پوهنې وزارت په دې توانېدلی چې کتابونه او له لومړي تر دولسم ټولکي پورې د ښوونکيو لارښود په اوزبکي او ترکمني ژبو چمتو کړي.
په ورته مهال د دغې نمانځغونډې یو شمېر ګډون کوونکي د دغې نمانځغونډې د ستایلو ترڅنګ د اوزبکي او ترکمني ژبو د ساتنې او پرمختګ او د ملي ژبو په توګه پر پېژندلو ټينګار وکړ.
اوزبکي او ترکمني د هېواد د بومي ژبو له ډلې شمېرل کېږي چې د ۱۳۸۲ کال په لویه جرګې د اساسي قانون له تصویب او د دغې جرګې د غړيو له ۲۱ ورځني بحث او خبرو وروسته، د عبدالرشید دوستم او د ترکتبارو استازو او په هېواد کې د بېلابېلو قومونو په ملاتړ، د هماغه کال د اساسي قانون په ۱۶ مه ماده کې د هېواد د درېيمې رسمي ژبې په توګه وپېژندل شوه.