نن د کابل ښاروالۍ د غنمو په بدل کې د کار پروګرام پیل کړ چې له مخې به یې په دغه پروګرام کې د لښتیو او کانالونو د پاکوونې او د کثافاتو د تفکیک په برخه کې ۳۹۲۱ نارینه او ښځينه کسان په دندو وګومارل شي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د یاد پروګرام په دوو پروژو کې به ۳۹۲۱ کسان کار کوي چې د لښتیو او کانالونو د پاکوونې په برخه کې به ۲۱۱۸ نارینه په دندو وګومارل شي او د کار زمینه به ورته برابره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حمدالله نعماني وايي چې د دغه پروګرام د عامه پوهاوي په پروژه کې به ۱۸۰۳ ښځې پر دندو وګوماري او خلکو ته به د ښار پاک ساتلو او ښکلا په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.

خو هغه کسان چې په دې پروژو کې یې ګډون کړی ناخوښ دي او وايي چې د غنمو وېش، د دوی لپاره کافي نه دی او اسلامي امارت باید دوی ته دوامداره دندې او کار پیدا کړي.

دوی زیاتوي چې د مجبورۍ له امله یې دغو پروژو کې کار کولو ته زړه ښه کړی او هغه غنم چې دوی ترلاسه کوي، اړ دي چې پر بل چا یې وپلوري او پر پیسو یې د کور نورې اړتیاوې برابرې کړي. دوی وايي، یوازې ۱۶کیلو غنم نه شي کولای چې د دوی د ژوند ستونزې هوارې کړي.

په ورته مهال د یادې پروژې کارکوونکي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د غنمو په بدل کې د کار برنامه په کابل ښار کې داسې مهال پرانیستل کېږي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ډېرو دولتي کارکوونکو له دولت څخه خپل معاش نه دی ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ورځ  تر بلې په هېواد کې د وزګارتیا او لوږې شمېر مخ پر لوړېدو دی او د ژمي په رانږدې کېدو سره د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي، خو لا هم په دې برخه کې بنسټ‌ییز ګامونه نه دي اخیستل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام