ارواپوهان وايي، په هېواد کې وروستیو ناامنیو او مرګوني بریدونو زده‌کوونکو ته د فزیکي زیانونو تر څنګ رواني زیانونه هم پیدا کړي دي. اروا پوه سیدعلي اکبر سروري سلام‌وطندار ته وویل، دا پېښې زده‌کړې او راتلونکې لپاره د زده‌کوونکو او خلکو انګیزه له منځه وړلی شي.

سروري زیاتوي: « چاودنې او بریدونه د زده‌کوونکو پر روان منفي اغیز کوي. زده‌کوونکي د فزیکي زیانونو ترڅنګ رواني زیانونه لېدلي دي.»

ارواپوهان وايي، هغه زده کوونکي چې د پیښې په سیمه کې په مستقیم ډول او هغوی چې په سیمه کې نه وي په غیر مستقیم ډول د پیښې تر اغېزې لاندې راځي او په روحي ډول ډېر زیان ویني.

بل روان‌پوه نجیب‌الله عظیمي وایي، زده‌کوونکي په پراخه توګه رواني زیان لېدلي دي. د هغه په اند، بې انګیزې کېدل، د سمې پرېکړې نه توان، نا هیلیتوب، ناسم خوب، بې اشتهایي د رواني ستونزو له عمده زیانونو څخه دي.

هغه زیاتوي: « هغه کسان چې د پېښې په ځای کې وي په مستقیم ډول او هغه کسان چې د رسنیو له طریقه ګوري، په غیر مستقیم ډول د هغوی پر روان اغیز کوي.»

د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي تر چاودنو وروسته اوس د ارواپوهنې یوې موسسي په رضاکارانه توګه د زده‌کوونکو د روحي زیانونو مخنیوي لپاره یادې ښوونځي ته تللي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا اموسسه تر ۲۰ ډېر ارواپوهان لري چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۰۰ تنه زده‌کوونکې تر پوښښ لاندې راوستي. محمد رضا اکبري چې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي زده‌کوونکی دی اوس په دغه مرکز کې رواني زیان لپاره مشاوره ترلاسه کوي. هغه وایي چې له دې پېښې وروسته سخت سردرد ورته پیدا شوی، د شپې مهال ډاروونکي خوبونه ویني او راتلونکي ته ناهیلې شوی دی.

محمد رضا اکبري وایي: « له دې پېښې وروسته سردرد راته پیدا شوی، ډاروونکي خوبونه وینم  او بې انګیزه شوی یم، مخکې ډېر لیواله وو چې درس ووایوو، اوس کله چې کتاب خواته ورځم، زړه مې نه کېږي درس ووایم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یو بل تن زده‌کوونکی عارف حسین چې رواني حالت یې ډېر زیان لېدلی وایي، که زده‌کړه یې د ځان په بیه هم وي دوام ورکوي. هغه وایي، په هېواد کې تر وروستیو بریدونو وروسته ډېری زده‌کوونکي زده‌کړو ته نه دي حاضر شوي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له حکومت څخه څه غواړي وایي: « امنیت، امنیت او امنیت.» هغه وایي: « که د ځان په بیه مو هم وي مونږ درس وایوو، مونږ راتلونکی لروو مونږ ځوان نسل یوو.»

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم ارواپوهانو ویلي وو چې د ښوونځیو بندېدل هم زده‌کوونکي په رواني ناروغیو اخته کوي او راتلونکې ته يې نا هیلي کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام