Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان: د پولیو تشخیص لپاره مو افغانستان کې ۳۷ مرکزونه فعال کړي

IMG_8558-crop

 د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه د چاپېریال څارنې سېسټم پراخوي او دغه هېواد کې یې د یاد ویروس تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.

روغتیا نړیوال سازمان دغه څرګندونې نن یکشنبه د غبرګولي ۲۱مه وروسته له هغې کړي چې افغانستان کې په تازه‌ګۍ سره د پولیو یا ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا برخه کې یو‌شمېر کارپوهان بیا افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري جوړ شوي مرکزونه د پولیو ناروغي مخنیوي برخه کې ګټور بولي او وايي چې دغه اداره باید د یادې ناروغي د له‎منځه وړو لپاره د پولیو ضد واکسین تطبیق پراخ کړي.

د عامې روغتیا وزارت پخواني مرستیال فدامحمد پیکان سلام وطندار ته وویل: «ستونزه دا ده چې ایا مېندې دا اجازه او امکانات لري چې هر وخت وغواړي خپل ماشومان دې مرکزونو ته ولېږدوي؟ که ستونزه دایمي حلول غواړو، نو باید سیمه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو او د دې واکسین تطبیق په ورځنۍ کچه وکړو.»

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي چې د هوا په ګرمېدو سره د پولیو د خپرېدو احتمال ډېر شوی دی.

د یونېسف د پولیو پروګرام د اړیکو مسوول سید کمال شاه وویل: «د دې امکان شته چې د افغانستان نورو سیمو ته هم د پولیو ناروغي ولېږدول شي، ځکه ختیځ کې دا ویروس شته او اندېښنه ده چې ډېر ماشومان به پرې اخته شي. یونېسف هڅه کوي چې د دې ناروغي مخه ونیسي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د روان کال له پيله تراوسه د ننګرهار په بټي‌کوټ، کوټ او نازيانو ولسواليو کې د پوليو څلور پېښې ثبت شوي چې له کبله يې يو ماشوم مړ شوى دى.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام