Asset 1SWN

روزګان کې د یوه کس جسد موندل شوی

روزګان

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د یوه کس جسد موندل شوی دی.

د روزګان د امنیې قومنداني ویاند مولوي سعدالله ذاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد کس جسد یې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «سېناڼو» کلي کې د یوه کور په مېلمستون «مهمان‌خانه» کې پیدا کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سعدالله ذاهد په وینا، وژل شوی کس بیت‌الله نومېږي، ۳۰ کاله عمر لري او تراوسه یې د وژنې لامل نه دی معلوم شوی.

د روزګان د امنیې قومنداني ویاند همداراز زیاتوي چې د پېښې پ تړاو یې درې کسان نیولي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې پرون چهارشنبه د غويي شپږمه په یاده سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له کبله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام