Asset 1SWN

کروندګر: پر یوه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت، ځمکه پیاوړې کوي

IMG-20230426-WA0001

په بلخ کې کروندګر وايي چې پر یوه کرنیزه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت د ځمکې د پیاوړتیا لامل کېږي او ښه ګټه‌ ترې ترلاسه کېدای شي.

دوی زیاتوي، کروندګر کولای چې پر یوه وخت له بېلابېلو محصولاتو څخه ښه حاصل ترلاسه او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د «شولګرې» ولسوالي کروندګر جمال‌الدین سلام‌وطندار ته وویل: «موږ کولای شو چې پر یوه وخت څو ډوله محصول وکرو او له دغه محصول څخه څو ډوله حاصلات ترلاسه کولای شو. کله چې یو ځل غنم کښت کړو بیا د غنمو له رېبولو څخه وروسته بېرته کولای شو، یو بل محصول وکرو، لکه  شبدر یا هم شفتله یا هم نور شیان، ځکه چې دغه ډول کښت ځمکه هم آماده کوي او راتلونکي کال بیا چې کله غنم پرې وکرې ښه حاصل ورکوي.»

په ورته مهال د سولګرې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي امیرحمزه هم وویل: «د دې کښت ګټه دا ده چې موږ کولای شو، په یوه کال کې له ځمکې څخه دوه یا درې فصلونه ترلاسه کړو. موږ کولای شو په یوه کال کې په ورته ځمکه کې بانجان رومي او بل کال ته کولای شو غنم ، جوار او وربشې وکرو، هم ښه حاصل ورکوي هم ځمکه قوي کېږي.»

بل‌خوا د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په داسې حال کې چې کروندګر له دغه ډول کښت څخه کار اخیستو ته هڅوي، وايي، دامهال بلخ کې یوشمېر کروندګر له دغه ډول کرکېلې څخه کار اخلي.

د دې ادارې د ترویج عمومي مدیر  محمدحسین عظیمي سلام‌وطندار ته وویل، په دې ډول کښت کې کروندګر کولای شي له کمې کرنیزې ځمکې پراخه ګټه پورته کړي.

هغه وویل: «ریشکه یا شبدر هغه ډول نبات دی چې دوی رېښې نایتروجن او سپین کود له هوا څخه اخلي او خاورې ته یې ورکوي چې د خاورې د پیاوړتیا لامل هم کېږي او ښه حاصل ورکوي او کله چې په یو جریب ځمکه موږ ونې کېنو د ونو لاندې کولا شو. ځینې نباتي بوټي لکه رومي، بامیا او داسې نورې سبزي وکرو، څو چې دغه ونې لویېږي، دغه لاندې په درېوو څلورو کلونو کې دغه سبزي ښه حاصل ورکوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې پر یوه ځمکه څو ډوله کرنه د اوبو د ضایع‌کېدو مخه هم نیسي او په کمو اوبو زیات فصلونه او کرنیز بوټي حاصل ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام