Asset 1SWN

هلمند کې بڼوال: د بڼوالۍ په اړه دې مسلکي روزنه راکړل شي

WhatsApp Image 2023-04-17 at 1.55.34 PM (1)

هلمند کې یوشمېر بڼوال او کروندګر وايي، سره له دې چې د دغه ولایت ډول ډول مېوه لرونکې ونې، ښه وده کوي، خو یاد ولایت کې یوشمېر داسي تازه دود شوې مېوه لرونکي نیالګي هم شته چې شنه کېږي، خو وده او مېوه نه‌کوي.

دوی دغه برخه کې له حکومت او اړونده موسسو د مسلکي روزني غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند مارجې ولسوالي یوه کروندګر احمدجان وویل: «دلته ډېری میوداره ونې ښه وده او مېوه کوي، لکه ګرینګیچ، زردالو، پلم او داسي نور، خو ځینې نورې ونې چې هلمند ته یې تازه نیالګي راغلي، وده نه کوي.»

په ورته مهال د هلمند د ناوې ولسوالي یوه کروندګر سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت کروندګرو ته باید د هغو نویو دود شویو نیالګیو په اړه پوهاوی ورکړل شي چې مېوه نه‌کوي.

هغه وویل: «هلمند کې ټولي ونې ښه وده کوي. هلمند د مېودارو ونو لپاره ډېره ښه هوا لري، خو دلته دا ځینې وني شته چې شنې کېږي، خو مېوه نه نیسي. زموږ غوښتنه دا ده، څو موږ پوه شو چې ولې ځینې ونې شنې کېږي، خو وده او میوه نه کوي.»

د نادعلي ولسوالي کروندګر محمدادریس وویل: «ما دوه-درې کاله مخکې د پنځه زره افغانۍ نوي نیالګي رانیولي و، اوس شته دي، خو وده او مېوه نه کوي او ځینې بېرته وچ شول.»

هلمند کې د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان بڼوالو ته سپارښتنه کوي چې د هر نوي مېوه لرونکي نیالګي له پېر او کېنولو مخکې دې د کرنې برخې له فني او مسلکي کسانو د اقلیمي تعامل او کرنیزو شرایطو په تړاو مشورې وکړي.

انجینر شیرمحمد په دې اړه سلام‌وطندارته وویل: «د مېوو د محصول په اړه که ووایم هلمند کې د پلم کورنۍ ښه محصولات ورکوي، ان تر دې چې موږ د دغه ونو د محصولاتو پر وخت ونو ته مرستدویه پایې دروو، څو ښاخونه یې مات نشي، مېوې عبارت له الوچې، شفتالو، پلم، ګرینګیچ انګور څخه دي.»

د کرنې برخې یوشمېر نور کارپوهان د مېوه‌لرونکو ونو د تکثیر، القاح او ګردې په لېږد رالېږ کې له ملخ پرته د ځینو حشراتو او الوتونکو حیواناتو رول مهم بولي.

د دوی په خبره، یاد حشرات او واړه الوتونکي حیوانات له مونثو ګل‌پاڼو مذکرو ګل‌پاڼو ته د ګردې په لېږد رالېږد سره القاح او مېوې نیولو ته زمینه مساعدوي.

لښکرګاه ښار کې د کرنې برخې کارپوه محمد امین مخلص وویل: «پرته له ملخ څخه ډېری حشرات او واړه الوتونکې د ګردې په انتقال کې  خورا مهم رول لري، خو پدې ماموریت کې تر ټولو غوره یې د شاتو مچۍ ده، ملخ که څه هم حشره ده، خو زیانمنه حشره ده، نبات ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.»

په ورته مهال د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځنګلونو د تنظیم مدیر عبدالرحمان وايي، سږکال هلمندي کروندګرو ته کابو ( ۱۴۶۷۷۳) مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي وېشل شوي دي.

هغه وویل: «سږکال د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خپل کرنیز پلان له مخې شاوخوا ۱۴۶۷۷۳ مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي هلمندي بزګرو ته توزیع کړي چې دا د یاد وزارت په غوښتنه شوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسي مهال دی چې هلمند کې دوامدارې وچکالي او د کرنیزو توکو لوړو بیو ګڼ‌‌شمېر هلمندي بڼوال له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام