Asset 1SWN

افغانستان نن نړیوال جام کې اسټرالیا سره لوبه کوي

348800.6

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان روان نړیوال جام کې د ښې لوبو له امله نیمه پای‌لوبې ته د تلو چانس لري، خو دغه چانس پاتې دوو لوبو کې بري پورې تړلی دی.

که څه هم اسټرالیا یوه تر ټولو پیاوړو لوبډلو شمېر کېږي او نیمه پای‌لوبې ته یې د وتلو مزل لنډ کړی، خو افغانستان د دې وړتیا لري چې دا لوبډله ماته کړي.

افغان لوبډله له نیوزیلنډ او پاکستان سره یوځای اته امتیازه لري او درې واړه لوبډلې نیمه پای‌لوبې ته د یوه بل سیالیو ته په تمه دي. افغانستان بیا د نن لوبې سره دوه پاتې سیالۍ لري، خو نیوزیلنډ او پاکستان بیا یوه یوه لوبه لري.

که افغانستان نن لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ښه لوبه وکړي، نیمه پای‌لوبې ته د پاکستان او نیوزیلنډ هیلې به په اوبو لاهلو کړي. د افغانستان وروستۍ لوبه له سوېلي افریقا لوبډلې سره پاتې ده.

پاکستان له انګلستان او نیوزیلنډ به له سریلانکا سره لوبه وکړي. نیوزیلنډ د روانو سیالیو جدول کې څلورم، پاکستان پنځم او افغانستان شپږم ځای کې شتون لري.

افغانستان تر دې مهاله اسټرالیا سره درې یو ورځنۍ لوبې کړي چې درې واړه یې اسټرالیا ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه بنګلدېش د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او دوه  امتیازه یې ترلاسه کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام