د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غويي اتمې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو د بریا په مناسبت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ د ازادۍ غوښتنې حس ژوندی دی او دوی له خپل دین او خاورې څخه د دفاع کلکه اراده لري.

په ویناپاڼه کې راغلي: «موږ هیله‌مند یو چې تېری کوونکو هېوادونو د راتلونکې لپاره ښه زده‌کړه کړې وي او نور زموږ ملت او هېواد ته د دښمنۍ او خصومت لاره وړاندې نه کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ویناپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې اسلامي امارت د هېڅ بل هېواد پر خاوره او حریم د تیري هوډ نه لري او له نورو هېوادونو هم د امن په فضا کې د متقابل درناوي غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې د غويي پر اوومه نېټه افغانستان کې د کمونیستانو کودتا «هېواد کې د بدبختیو او ناورینونو د پیلامې لامل شوه او د هغه وخت د شوري اتحاد پر ملاتړ څو پردي‌پالو څېرو د کفري ایدیالوژیو په تحمیلولو سره د افغانستان د خلکو، باورونو او رزښتونو پر وړاندې په هر راز جنایتونو لاس پورې کړ.»

مجاهد همداراز ویلي چې افغانانو له شوروي سره د مبارزې په ترڅ کې درانه تلفات لیدلي چې نږدې یونیم میلیون کسان ووژل شول او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخ شول او بلاخره، له څوارلس کلونو څخه «افغان مجاهد ملت بریالی شو چې د کمونیزم او شوروي یرغلګرو ټغر ورټول کړي.»

په ویناپاڼه کې راغلي چې د غويي «ثور» اتمه د افغانستان د خلکو د بریا، ازادۍ او ژغورنې ورځ ده. د ویناپاڼې له قوله اسلامي امارت د غويي د اوومې کودتا غندلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې افغانستان په وروستۍ یوه پېړۍ کې د درېیم ځل لپاره له اشغال حخه ازاد شوی او اسلامي امارت هڅه کوي، څو د هېواد د لسګونو کلونو قربانۍ ضایع نشي او د افغانانو د جهاد ارمانونه پوره شي.

د وخت کمونیستي حکومت د ۱۳۷۱ د ثور په اتمه نېټه د مجاهدینو له لوري رانسکور شو او له هغه وروسته، مجاهدین واک ته ورسېدل چې ورسره په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له څو کلونو کورنیو جګړو وروسته، اسلامي امارت پر افغانستان ولکه خپله کړه او د پنځو کلونو لپاره یې حکومت وکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام