د غويي اتمه؛ ا.ا: هیله‌‌مند یو تیری کوونکو هېوادونو د راتلونکې لپاره زده‌کړه کړې وي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غويي اتمې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو د بریا په مناسبت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ د ازادۍ غوښتنې حس لا هم ژوندی دی او دوی له خپل دین او خاورې څخه د دفاع لپاره کلکه اراده لري.

«ولسمشر د مجاهدینو پر یووالي او وړتیا باور نه لري»

د ملي اتل احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود نن په کابل کې د غويي اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د تېرو ۲۰ کلونو سیاست د مجاهدینو د منزوي کېدو و او په وینا یې، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه سیاست په دوام د لویې جرګې په خیمه کې د غويي د اتمې په مناسبت د جوړېدونکې غونډې مخه ونیوله.