د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي اړوند د اتمان‌خېلو کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د موټرو د تګ راتګ لپاره د بغلان-کندوز پر سیند د یوه پله د جوړېدو چارې پیل کړي دي.

د اتمان‌خېلو کلي مشران وايي چې د دغه پُل د رغولو لپاره د یاد کلي ځوانانو چې په کور دننه او بهر کې اوسېږي، ۴.۵میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اتمان‌خېلو کلي یو مشر میاخېل سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد کلي اوسېدونکي له دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له ساعتونو پیاده تګ وروسته به ښار ته رسېدل.

په ورته مهال د یاد کلي یو بل اوسېدونکی عمراخان وايي، د دغه پُل په جوړېدو سره به د سیند دواړو لوریو ته د پرتو ۵۰۰۰ کورنیو ستونزې هوارې شي.

په همدې حال کې د یاد کلي بزګران ټينګار کوي چې د دې پُل د رغونې کار له بشپړېدو وروسته به دوی وکولای شي، خپل کرنیز محصولات پر وخت او پر لږ لګښت تر ښاره ورسوي.

د بغلان والي بختیار معاذ او یو‌شمېر نور محلي مسوولان د یاد پُل د جوړولو د کار په اړه په جوړو شویو مراسمو کې د دې کلي له اوسېدونکو څخه مننه وکړه. د بغلان والي د کلي اوسېدونکو ته د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او وې ویل چې حکومت د دوی ملاتړ کوي او هر راز ستونزې ته به یې رسېدنه وشي.

په ورته مهال د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مصطفي هاشمي هم د یاد کلي د اوسېدونکو دغه اقدام ستايي او زیاتوي چې د ابادۍ لپاره د حکومت ترڅنګ د خلکو درېدل، اغېزمن دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی د بغلان له نورو اوسېدونکو هم غواړي چې د اتمان‌خېلو د اوسېدونکو په څېر د خپلو ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي او حکومت دې هم ترې ملاتړ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام