کاسا۱۰۰۰ د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برښنا لېږد ستره پروژه ده چې د پليکېدو چارې یې له تېرو څو کلونو راهیسې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.
د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت د دغې پروژې پر وړاندې له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي. په تازهګۍ سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا لېږد د دغې مهمې پروژې د چارو ځنډېدو څخه خبر ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د پليکېدو ادارې مسوول فیضعلي سمیعوف رویټرز اژانس ته ویلي، ټاکل شوې د دغې پروژې چارې راتلونکی کال له افغناستان پرته درېوو نورو هېوادونو کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د اوبو او برښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت له دغې موضوع څخه بېخبري ښيي.
نوموړي سلاموطندار ته ویلي: «تراوسه په دې تړاو موږ ته راپور نه دی راکړل شوی او زه د دې موضوع جریان کې نه یم او نه پوهېږم.»
د کاسا زر پروژې بشپړېدو سره به چې د افغناستان د اړتیا وړ ۳۰۰ میګاواټه برښنا تامینوي، افغان حکومت همداراز له دې لارې کال کې ۴۵ میلیونه ډالره ټرانزیټي عاید ترلاسه کوي. دې سره افغانستان کې د کاسا زر پروژې ځنډېدو یو لړ اندېښنې رامنځته کړي دي.
اقتصادي شنونکی ظاهر بهزاد وايي: «د کاسا زر پروژه د سیمې له مهمو پروژو څخه ده. افغانستان پهکې مهمه ونډه درلوده. د دې پروژې درېدل به افغانستان ته په اقتصادي برخه کې ډېر زیان ورسوي.
د کرنې، پوهنې او روغتیا برخې ته د کاسا زر پروژې د اصلي تمویل کوونکو په ځانګړې توګه د نړیوال بانک تمرکز، د دغې پروژې د ځنډېدو لامل بلل شوی. شنونکي د اسلامي امارت له حکومت څخه غواړي چې افغانستان کې د کاسا زر پروژې تمویلوونکو ته قناعت ورکړي.
اقتصادي شنونکي عبادالله ناصري وویل: «مسله دا ده چې موږ څنګه کولای شو د یادې پروژې تمویلوونکو او نړیوالو ته دا ډاډ ورکړ او راضي یې کړو چې د تېرو کلونو په پرتله افغانستان کې امنیت ښه شوی او د یادې پروژې کار دي پیل شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې د کاسا زر پروژې په تطبیق سره ټاکل شوې تاجکستان او قرغیزستان څخه ۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان او زر میګاواټه هم پاکستان ته ولېږدول شي.