افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلېږي

نړیوال بانک وايي، د افغانانو د ملاتړ په موخه به د خپلې نوې تګلارې له مخې، په افغانستان کې د برښنا د لېږد یا کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پیل کړي.
نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک اجرایوي مدیرانو پرون پنجشنبه د افغانانو د ملاتړ په موخه یوه نوې تګلاره تصویب کړې ده.

درېوو هېوادونو په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه کړې

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. دوی په اعلامیه کې لیکلي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل کړو؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته به دا پروژه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»