اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل د یوشمېر هېوادونو له ټینګار وروسته، د چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي، که اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل ونه کړي، روان وضعیت به تر دې هم ترینګلی شي او پایلې به یې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالو په زیان وي.

د چارو شنونکی امان‌الله هوتکي وایي، که د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت د اوس په څېر روان وي، زیان به یې نه یوازې افغانانو، بلکې ټولې نړۍ ته ورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت له نړۍ او نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی نورشاه نوراني بیا په دې باور دی چې افغانستان کې د روان وضعیت دوام او د اسلامي امارت د کورني او نړیوال مشروعیت نه‌ترلاسه کول به بشري ناورین نور هم زیات کړي.

هغه اندېښنه ښيي چې دغه ډول شرایطو کې سرپرست حکومت نه‌شي کولای، د اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کړي او بشري وضعیت به نور هم ګډوډ او ولس به له ډېرې لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ شي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هېواد کې بشري او اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وايي، نړۍ سره تعامل ته لېواله دي او د هغو هڅو ملاتړ کوي چې اسلامي امارت او افغانانو سره د همکارۍ لامل شي.

هغه وویل: «د اسلامي امارت په ملاتړ که هر څوک غږ پورته کوي، د هرکلي وړ دی او باید تقویه شي او پراختیا پیدا کړي. لا له وړاندې باید اسلامي امارت سره تعامل پیل شوی وای، دا پر ځای غوښتنه ده او مونږ یې هرکلی کوو.»

د چارو کارپوهان داسې مهال د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ پر تعامل ټینګار کوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر پرون خبرداری ورکړی، که نړۍ افغانستان سره تعامل ونه کړي، دغه هېواد کې به افراط‌پالنه ډېره شي.

هغه افغانستان سره پر بشري مرستو هم ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ځینو نورو هېوادونو هم افغانانو ته د زیان نه رسېدو لپاره، پر اسلامي امارت د بندیزونو لرې کولو او نړۍ سره د تعامل غوښتنه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام