Asset 1SWN

کورونا ۲۴ ساعتونو کې ۱۶کسان مړه کړي او ۲۰۱ پرې اخته شوي

covid-19-5057462-1-p08irs6cax74ngpm329cvgds6ssdjviz8usvgmccr8

 

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن « سه شنبه، د جدي ۲مه» په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د یو زر او ۶۳۶ شکمنو کسانو نمونې کتل شوي چې له ډلې یې د ۲۰۱ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په همدې موده کې ۸۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۱ زره او ۸۹ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې ۲ زره او ۱۰۵ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز، ۳۹ او ۷۸۴ کسان بیا بېرته رغېدلي دي.

د یادو شمېرو پر بنسټ، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸۴ زره او ۲۳۵ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې هم تر اوسه له ۷۷ میلیونه او ۷۹۳ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۱۰ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۵۴ میلیونه او ۶۷۳ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام