Asset 1SWN

افغانستان کې د کورونا نوی ډول؛ په یوه شپه او ورځ کې ۸ کسان مړه شوي

E-270x152

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۸ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۷۰ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې دا شمېرې په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو ډېرې دي.

دغه وزارت زیاتوي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲ زره او ۶۴ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او په همدې موده کې بیا ۷۰۵ کسان بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور پر بنسټ، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۳۴۶ زره او ۲۲۹ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې له ډلې یې د ۵۶ زره او ۴۵۴ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۴۸۴ نورو کسانو بیا د دغه ویروس له کبله خپل ژوند بایللی دی. دغه راز، په دې موده کې ۵۱ زره او ۳۷۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تر اوسه په هېواد کې د کورونا ویروس د نوي ډول ۷ پېښې ثبت کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت څه موده مخکې د دغه نوي ډول د پېژندنې لومړنی مرکز هم پرانېست.

په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۲۸ میلیونه او ۳۱۷ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۸۰۶ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۱۰۳ میلیونه او ۵۳۰ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، برازیل، هندوستان، فرانسه، روسیه او انګلستان بیا هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په امریکا کې تر اوسه له ۵۶۳ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام