Asset 1SWN

اسماعیل‌ خان: که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، وضعیت به مهار کړي

اسماعیل-خان

یوه پخواني جهادي قوماندان محمداسماعيل‌ خان نن د سولې روانې پروسې په اړه یوې خبري غونډې ته ویلي، که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، اجازه به ور نه کړي چې د هېواد وضعیت خراب شي او په وینا یې، د وضعیت مهارولو لپاره به خپله لاس په‌کار شي.

هغه د سولې خبرو اترو د بریا او ناکامۍ په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، د ټولنې هر غړی مسوولیت لري چې د خپل نظام دفاع وکړي او باید له خپل نظام سره په ګډه هېواد له بحران نه وژغوري.
د نوموړي په وینا، د سولې خبرو د ناکامۍ په صورت کې، حکومت نه شي کولای په یوازې ډول بحران مدیریت کړي او خلک باید د دغه کار لپاره سره یو موټی شي.
اسماعيل خان اوربند او د بې‌وسلې کولو له میکانیزم پرته ښارونو ته د زرګونو طالب وسله‌والو ننوتل د اندېښنې وړ بولي او وايي، که دا کار وشي، بدلې پایلې به ولري.
نوموړی د سولې خبرو د نه پرمختګ لامل د بېلابېلو هېوادونو لاسوهنې په ګوته کوي او وايی، طالبانو او حکومت د سولې لپاره پیاوړې اراده نه لرله.

هغه د خلکو پر یووالي د ټینګار ترڅنګ وویل، افغانان باید په هېواد، په تېره هرات کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام