Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا په افغانستان کې ۲ لویې اډې ساتي

U.S.-bases-in-Afghan-5-ozcwzk4oadqmz5pz0s3xqmhr1sil4ga1qkln8mh3f8

 

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر بنسټ به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايي رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال مېلي په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال مېلي زیاته کړې، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعنې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

جنرال مېلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

مارک مېلي همداراز وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام