Asset 1SWN

ناټو: د سولې بهير د بريا هېڅ ضمانت نشته او دا پروسه ماتېدونکې ده

NATO-New-1-oz9l5jypro6xz01xs11238yhynp1ttz9y8cmuqw4no

 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د سولې پروسې بريا لپاره هېڅ داسې ضمانت نشته چې ګواکې دا پروسه دې بريالۍ شي. نوموړي دغه څرګندونې له الماني (DPA) رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

سټولټنبرګ له دې وړاندې هم ويلي و چې افغانستان کې د سولې تامينېدو لپاره يو تاريخي فرصت منځته راغلی دی. نوموړي ويلي و چې دغه فرصت ماتېدونکی دی او بايد له دې پوره ګټه واخيستل شي.

د ناټو سرمنشي وايي، دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې سولې ته رسېدو لپاره يوازينۍ لاره  ده او ناټو له دې هڅو ملاتړ کوي.

ینس سټولټنبرګ افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور او وتلو په اړه هم ویلي چې په دې تړاو هېڅ پرېکړه له خطره خالي نه ده.

نوموړی وايي، که له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي، دا وېره شته چې له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې لاسته راوړنې په سیند لاهو شي او افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ پټنځای وګرځي او ښايي په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې څو کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ له دې وړاندې ويلي و، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

نوموړي تېره مياشت د ياد سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ويلي و، ناټو که افغانستان کې پاتې کېږي نو باید چمتو وي چې د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړي او که له دغه هېواده وځي، نو بیه یې بیا د تېرو لاسته راوړنو له لاسه ورکول دي.

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بين‌الافغاني خبرې د لومړي پړاو خبرې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې دويم پړاو يې تر راتلوکيو شپږو ورځو پورې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام