د مارچ اتمه؛ د افغانو مېرمنو نمایشي نمانځنه

افغانستان کې هر کال د «مارچ اتمه» د ښځو له نړيوالې ورځې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کېږي. دغه مراسم د حکومت او د ښځو د حقونو د يو شمېر ملاتړو بنسټونو له لوري ترسره کېږي. يو شمېر مېرمنې دغه مراسم نمايشي ګڼي او وايي چې دا کارونه د ښځو هېڅ درد ته درمل نه‌شي کېدی.

د غور والي د ګوښه کېدو په اړه د اعتراضونو دوام

د غور سلګونو اوسېدونکيو يو ځل بيا د دې ولايت د والي نورمحمد کوه‌نورد د ګوښه کېدو پر ضد لاريون کړی. دوی په دغه اعتراض کې له جمهوري نظامه او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د والي پر ضد شعارونه ورکړل.

د غور معترضان وايي، والي د خلکو ترمنځ نفاق خپروي او مديريت کې کمزوری دی. لاريون‌والو وويل، له کله چې کوه‌نورد د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، غور ولايت کې د ناامنيو او د توکميزو اختلافاتو کچه لوړه شوې ده.

روسیه نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې کوربه‌توب کوي

د ملي پخلاينې عالي شورا ویاند فریدون خوځون سلام‌وطندار ته وویل، د دغې شورا رييس عبدالله عبدالله روسیې کې د افغان سولې پروسې په اړه د جوړېدونکې غونډې بلن‌لیک ترلاسه کړی او په اړه یې مشورې کوي.
خوځون وویل، دا غونډه به د روانې حوت میاشتې په ۲۸مه نېټه جوړه شي او د افغان دولت ځینو مشرانو، سیاستوالو، طالبانو او د سیمې د یو…

بغلان کې د جنسي تېري قرباني شوی ځوان عدالت غواړي

د بغلان ولايت فرنګ ولسوالۍ کې يو ځوان هلک وايي، ناپېژاندو وسله‌والو لومړی تښتولی او له وهلو ډبلو وروسته يې پرې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی. دغه هلک وايي، په ډېرو سختو لارو يې ځان ژغورلی او اوس پلخمري ښار کې عدالت غواړي.

له طالبانو سره د علي‌پور هوکړه‌؛ د بامیان والي خبر ورکړ

د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي، داسې راپورونه شته چې علي‌پور له طالبانو سره هوکړه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې نن د بودا مجسمې د ورانولو شلمې کلیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
هغه وايي: «داسې راپورونه او شایعات شته چې علي‌پور له طالبانو سره هوکړه کړې، هیله ده چې رښتیا نه وي.» د رحمتي په وینا، علي‌پور خپل یوشمېر وسله‌وال د حاجي‌ګک کوتل ته نږدې په «آب نقره» سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.