د غور سلګونو اوسېدونکيو يو ځل بيا د دې ولايت د والي نورمحمد کوه‌نورد د ګوښه کېدو پر ضد لاريون کړی. دوی په دغه اعتراض کې له جمهوري نظامه او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د والي پر ضد شعارونه ورکړل.

د غور معترضان وايي، والي د خلکو ترمنځ نفاق خپروي او مديريت کې کمزوری دی. لاريون‌والو وويل، له کله چې کوه‌نورد د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، غور ولايت کې د ناامنيو او د توکميزو اختلافاتو کچه لوړه شوې ده.

دوی ټينګار کوي، والي بايد له دندې ګوښه شي او د حکومت مرکزي اداره دې ژر تر ژره د غور ولايت ته يو بل وړ کس وګماري.

دوی خبرداری ورکوي او وايي، تر هغه چې د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي، له اعتراضه لاس نه اخلي او بل ګام کې به د ټولو دولتي ادارو دروازې وتړي.

په ورته وخت کې د غور ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکيو د نور محمد کوهنورد په ملاتړ لاریون کړی او په يوه پرلت کې يې د نوموړي د پاتې کېدو غوښتنه کړې. دوی وايي، د غور والي یو وړ او کاريګر کس دی.

خو د غور والي نورمحمد کوه‌نورد وايي، د دې ولايت د اوسېدونکيو اعتراض مدني حق دی؛ خو وايي، هغه کسان چې د نوموړي پر ضد شعار ورکوي، هغه کسان دي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر خلاف دي او ډېری يې قومي اختلافاتو ته لمن وهي.

دا په داسې حال کې ده چې د غور اوسېدونکيو له ۸ ورځو راهيسې د محلي ادارې دروازې مخکې پرلت کړی او د والي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام