د غور سلګونو اوسېدونکيو د دې ولايت د والي نورمحمد کوه‌نورد پر ضد لاريون وکړ. دوی وايي، والي د خلکو ترمنځ نفاق خپروي او مديريت کې کمزوری دی. لاريون‌والو وويل، له کله چې کوه‌نورد د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، غور ولايت کې د ناامنيو او د توکميزو اختلافاتو کچه لوړه شوې ده.

د معترضانو په وينا، د غور والي د غور – هرات لويې لارې د پرانيستلو او د خلکو امنیت ډاډمنولو لپاره هېڅ  نه دي کړي او د خلکو ترمنځ یې نفاق اچولو ته لمن وهلې.

معترضانو پرلت کولو سره د ولايت د مقام دروازه وتړله او د والي د لرې کولو غوښتنه یې وکړه. دوی خبرداری ورکوي او وايي، تر هغه چې د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي، له اعتراضه لاس نه اخلي.

يو معترض نجیب ‌الله وايي، د حکومت له مرکزي ادارې يې هيله ده چې په دې برخه کې جدي ګام پورته کړي.

عزت‌الله بل معترض دی وايي: « تر هغه چې دغه بې‌کفايته شخص له غوره ونه وځي، موږ ارام نه پاتې کېږو.»

غوري معترضانو د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره وويل، د حکومت مرکزي اداره دې ژر تر ژره د غور والي له دندې ګوښه او پر ځای يې دې يو بل وړ کس وګماري.

معترضان وايي: « طالبان د فېروزکوه تر پنځه کيلومټرۍ رارسېدلي؛ خو ديکتاتور والي غور ته راغلی او نښتې يې کور په کور ورسولې. ناامني اوج ته رسېدلې، د غور-هرات لار تر بامیانو او دایکندي پورې تړلې ده.»

خو د غور والي نورمحمد کوه‌نورد وايي، د دې ولايت د اوسېدونکيو اعتراض له قومي اختلافاتو دی او زياتوي، دښمن له خلکو په ګټې اخيستنې غواړي د دې ولايت په «اهنګران» سيمه کې د عملياتو مخه ونيسي.

دا لاريون په داسې حال کې دی چې له تېرو دوه کلونو راهیسې د باروړونکيو موټرو پرمخ د غور – هرات لویه لار تړلې ده او د فېروزکوه ښار شاوخوا سيمو کې ناامني زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام