غور کې د یوې څلوېښت کسیزې کورنۍ غړيو چې د سر سړي یې جګړې ترې اخیستي، نن د دغه ولایت د مقام مخې ته د اعتراض په توګه را ټول شوي او وايي، دولت ورته پام نه دی کړی او دوی له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

حواګل هغه مور ده چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د ۴۰ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده.

هغه د غور مرکز فېروزکوه ښار په شمال ختیځ کې د «قطس» سیمې اوسېدونکې ده.

دا ښځه نن سهار له خپلو ماشومانو سره یوځای د غور ولایت مقام مخې ته راغلې او وايي، طالب وسله‌والو یې ځامن چې د کورنۍ ګټیالي یې وو او هېڅ جرم یې هم نه درلود، له کارځای نه یرغمل ونیول او بیا یې ووژل.

د هغې په وینا، دولت یې تر اوسه له کوچنیو لمسیانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې. حواګل وايي، سره له دې چې ځامنو یې خواري کوله، خو طالبانو د دولت په نوم ورته ووژل او اوس یې مېرمنې او بچیان چې شمېر یې ۴۰ کسانو ته رسېږي، دې ته ور پر غاړه دي.

د نوموړې په وینا، نږدې دوه کاله یې په ډېرې سختۍ دا سرپرستي کړې چې تر دې وروسته یې له وسې پورته ده او په وینا یې، دولت یې باید د کوچنیو ماشومانو ساتنه او روزنه پر غاړه واخلي.

احمدضیا هم هغه ماشوم دی چې طالبانو یې پلار، مور او درې ترونه یوځای ووژل. هغه له دولته غواړي چې دوی ته د ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه له طالبانو هم غواړي چې نور د خلکو ماشومان یتیمان نه کړي او د جګړې پر ځای، د سولې لاره غوره کړي.

د غور د والي ویاند محمدعارف عابر وايي، ځايي ادارې د دغو کورنیو عریضې مرستندویه ادارو ته لېږلي چې په وینا یې، د دغو کورنیو ماشومانو لپاره به د ښوونې او روزنې اسانتیاوې هم برابرې کړي. د هغه په خبره، د غور ولایتي اداره به له یادو ماشومانو سره نورې لازمې مرستې هم وکړي.

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولان وايي، د روان کال له پیل نه تر اوسه په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ۲۳۰ نور ټپیان شوي هم دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام