کابل کې د راډیواکټیف طبیعي موادو لرونکې ۱۰۰۰ سیمې ثبت شوي

د اټومي انرژي ادارې مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال پر مهال د کابل په بېلابېلو سیمو کې د راډیواکټیف طبیعي موادو د ډېرو شعاعو لرونکې سیمې ثبت شوې دي.
د دوی په وینا، دغه مواد په کوهستانونو او د کابل د ودانیزو تیږو په کانونو، لکه د قصبې او افشارو غرونو او ځینو نورو سیمو کې شته.

د غور معترضان: والي باید له دندې ګوښه شي

د غور سلګونو اوسېدونکيو د دې ولايت د والي نورمحمد کوه‌نورد پر ضد لاريون وکړ. دوی وايي، والي د خلکو ترمنځ نفاق خپروي او مديريت کې کمزوری دی. لاريون‌والو وويل، له کله چې کوه‌نورد د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، غور ولايت کې د ناامنيو او د توکميزو اختلافاتو کچه لوړه شوې ده.

د دوحې هوکړې یو کال پوره شو؛ ګټه امریکا او طالبانو کړې

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د لاسلیک شوې هوکړې وروسته د عامو افغانانو هیله دا وه چې په امنیتي وضیعت او نورو برخو کې به مثبت بدلونونه راشي، خو د خلکو د تمې خلاف ناامنیو او هدفي وژنو د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفې اغېز کړی دی. د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم یوازې په چنې وهلو سره روانې دي او تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

د بشري حقونو کمیسيون د بسم الله عادل پر کور د برید په اړه د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له مسوولو بنسټونو غوښتي چې د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسم‌الله عادل د وژنې او د نوموړي د پلار په کور د برید په اړه څېړنې وکړي.

ياد کمیسیون نن په ټوېټ کې ويلي، د دوی د موندنو پر بنسټ د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسم‌الله عادل د پلار په کور د طالبانو وسله‌وال برید کې د يوې ۱۳ کلنې نجلۍ په ګډون…