Asset 1SWN

طالبان باید د سولې خبرې بېرته پیل کړي

3038-270x162

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي، طالبان باید د سولې خبرې اترې بېرته پیل کړي.

نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونو او د افغانستان نړیوالو همکارانو له طالبانو غوښتي چې د سولې مذاکراتو مېز ته راشي او ژرترژره دا خبرې بېرته پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان نړیوالو همکارانو له طالبانو غوښتي، که دا ډله له امریکا سره په هوکړه کې پر خپلو ژمنو ولاړه وي، باید دا ژمنه له افغان دولت سره د سولې خبرواترو کې هم وښيي او بېرته د مذاکراتو مېز ته راشي.

د اتمر په وینا، د سیمې هېوادونه او نړیوال همکاران له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو ساتل د نه منلو وړ بولي او ژرترژره یې د دغو اړیکو پر پرېښودو ټینګار کړی دی.

د هغه په خبره، د افغانستان نړیوال متحدان د داسې سولې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکیت او په هغې کې د خلکو اراده ښکېل وي. محمدحنیف اتمر وايي، طالبان باید خپلې بنسټیزې غوښتنې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي سره د مذاکراتو پر مېز کېږدي.

نوموړي په قطر کې د دولت او طالب ډلې ترمنځ د څو اوونیو لپاره د سولې خبرو درېدو ته په اشارې وايي، تر اوسه هم دا خبرې له خنډ سره نه دي مخامخ شوي او تمه ده چې طالبان د نړیوالې ټولنې په فشار بېرته د سولې مېز ته را وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سولې دویم پړاو خبرو په تړاو د دولت او طالبانو ترمنځ هېڅ رسمي غونډه نه ده شوې او د طالب ډلې مرکچیان پر بهرنیو سفرونو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام