Asset 1SWN

بلېنکن: له افغانستانه به په يوه مناسب وخت کې له ناټو سره يوځای ووځو

e49cbe9e-159c-4231-89b3-210f456cd49a-p4n3zpxa2exm2srx3esafqmt5p960126k8kk7zcr60

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، امريکا او ناټو يوځای افغانستان ته راغلي او په يوه مناسب وخت کې به له ناټو سره يوځای له دې هېواده وځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير نن د ناټو د وزيرانو له غونډې وروسته له ينس سټولټنبرګ سره يوځای په يوه خبري کنفرانس حاضر شو او پورته څرګندونې يې مطرح کړې.

بلېنکن وويل، امريکا د ناټو له متحدانو سره هڅه کوي چې د افغانستان جګړه مسوولانه پای ته ورسوي. د نوموړي په وينا، امريکا له ناټو سره په بشپړې همغږۍ افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په اړه پرېکړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير همداراز وايي، غواړي ناټو او امريکا باور ترلاسه کړي چې افغانستان به بيا هېڅکله نړيوالو ترهګرو لپاره پر پټنځای بدل نه‌شي.

انټوني بلېنکن وايي، په راتلونکيو دوه ورځو کې به د متحده ایالاتو له متحدانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ناټو د اوسني ماموریت په ګډون یوه پراخه اجنډا شامله وي.

بلېنکن افغانستان لپاره د امريکا د پلانونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «موږ په امريکا کې د افغانستان په اړه څېړنې کوو. زه په خپل وار دلته یم چې خپل لومړنۍ نظريې د ناټو متحدانو سره شریکې کړم او تر ټولو مهمه دا چې زه دلته يم ترڅو له خپلو متحدانو واورم چې زموږ متحدان څه کوي.»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په دې ناسته کې وويل چې امريکا او ناټو له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو په اړه سلامشورو ته اړتیا لري.

ینس سټولټنبرگ له دې وړاندې هم ويلي و، هيله لري چې طالبان خپل هېڅ پسرلني عمليات پيل نه‌کړي او د سولې د شوې هوکړې له مخې تاوتريخوالی کم کړي.

سټولټنبرگ زياتوي، ياد سازمان تمه لري چې طالبان په ښکاره توګه ثابته کړي چې لکه د القاعده په څېر ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. د نوموړي په وينا، يوه موضوع چې دوی به يې تحليلوي هغه دا ده چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو د اړيکو پرې کولو لپاره تر کومې کچې خپلې ژمنې عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام