Asset 1SWN

سعودي له ترکیې د بې‌پېلوټه الوتکو د پېرلو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

2023-07-17T211821Z_1091405182_RC2952AAR2Q1_RTRMADP_3_TURKEY-GULF-ERDOGAN-1689662528

سعودي عربستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې دغه هېواد ویلي چې له ترکیې «بې‌پېلوټه» الوتکې پېري.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن سه‌شنبه د جولای ۱۸مه خبر ورکړی چې له ترکیې څخه د ډرون «بې‌پېلوټه الوتکو» د پېرلو هوکړه لیک د دغه هېواد د دفاع وزارت او د ترکیې دفاعي شرکت «بایکار» له‌خوا لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سعودي دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان او د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان هم حضور درلود.

دغه اژانس د یاد هوکړه‌‌لیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

رجب طیب اردوغان پرون دوشنبه د جولای ۱۷مه د خلیجو هېوادونو په سفر وتلی چې لومړی سفر یې هم له سعودي عربستان پیل کړی دی.

د ترکیې ولسمشر په دغه سفر کې د یاد هېواد له ولیعهد او یو‌شمېر نورو چارواکو سره د لیدو ترڅنګ پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې هم کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې انقرې له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره د خپلو اړیکو بیا ښه‌کېدو هڅې پیل کړي، د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او د اسعارو د زېرمو په پښو درولو کې یې مرسته کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام