پاکستان کې د اورلګېدنې له کبله د اوروژنې څلور کارکوونکي مړه شوي
د پاکستان کراچۍ ښار په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې پرمهال د اور وژنې ډلې څلور کارکوونکي مړه شوي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د اپرېل ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون چهارشنبه سهار د نوې کراچۍ صنعتي سیمې ته نږدې د جامو یوې کارخونه کې د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.