ریچارډ بنټ: ا.ا د خپلو ځواکونو د کړنو مسوول دی

وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري. ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر: نړیوال اېتلاف د افغانستان د وضعیت مسوول دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون ورځ بروکسیل کې د اروپایي ټولنې چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، افغانستان کې د اوسني وضعیت او د هر ډول رامنځ ته کېدونکي ناورین مسوول د هغه نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه دي چې افغانستان کې ښکېل وو.

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما نن د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده. یوناما په دغه راپور کې پر لږکیو په ځانګړې توګه پر شعیه او هزاره لږکیو د بریدونو له ډېروالي څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.