Asset 1SWN

مېټا د حماس-اسراییلو جګړې له امله د فېسبوک نظر ورکړې برخه کې بدلون راولي

8321d070-6ddf-11ee-9f1e-cf369b1ed0c5

د مېټا شرکت وايي چې د حماس-اسراییلو د جګړې په اړه د فېسبوک د پوسټونو د نظر ورکړې «کومنټ» برخه کې په لنډمهالې توګه ځینې بدلونونه رامنځته کوي.

د یاد شرکت په وینا، دغه ګام یې په ځانګړې سیمه کې د فېسبوک‌ کاروونکو د خوندیتوب لپاره کړی دی. مېټا د یادو بدلونونو موخه د بحث لپاره د یوه خوندي او کنټرول شوي چاپېریال رامنځته کول او له سپکاوي ډکو او پارونکو څرګندونو مخنیوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې پرېکړې له مخې، په ځانګړې سیمه کې به د فېسبوک پوسټ کوونکي ملګري او فالورز یوازې د نوموړي تازه پوسټونو باندې نظر «کومنټ» ورکولای شي.

دې شرکت د ناغوښتل شویو نظرونو برخه کې د محدودیتونو سربېره د کاروونکي «یوزر» د تړلو «لاک» برخه کې هم اسانه کړې او کاروونکی کولای شي، یوازې په یوه ګام کې خپل فېسبوک اکونټ وتړي.

د دې ترڅنګ د مېټا د نوې پرېکړې له مخې، د فېسبوک کاروونکي به د پوسټ ځینې نظرونه یا کومنټونه هم ونه‌شي لیدلی.

 مېټا پرون چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه ویلي چې دغه بدلونونه فېسبوک کې د لاسرسي وړ دي او هغه کاروونکي یې چې نه‌غواړي، کولای شي له دې بدلونونو استفاده ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

مېټا پر خپل وېب‌سایټ لیکلي: «زموږ لیدلوری داسې جوړ شوی چې زموږ له اپ‌ څخه د کارونې پر مهال کاروونکي خوندي ساتي او غږ یې رسوي. موږ دا تګ‌لاره په ټوله نړۍ کې پلې کوو او دا خبره سمه نه‌ده چې ګواکې موږ د خلکو غږ ځپلو.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام