د کاناډا د کډوالو وزارت ویلي چې دغه هېواد په پام لري هغو افغان ښځينه قاضیانې او د هغوی کورنۍ چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یونان ته وړل شوي ورته پناه ورکړي.
رویټرز خبري اژانس د دغه موضوع په اړ ه د کاناډا د کډوالو وزارت د یوه ویاند له خولې رپوټ ورکړی دی.
د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د کاناډا د کډوالو وزارت یوه ویاند پرون ویلي چې د افغان ښځینه قاضیانو او د هغوی له کورنۍ سربېره، کاناډا ۲۳۰ کسان چې پهکې همجنس بازان، ایزکان او نور شامل دي، هم د کډوالو په توګه مني.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کاناډا د کډوالو وزارت ویاند ټينګار کړی چې ټاکل شوې دغه کسان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې کاناډا ته ولېږدول شي، خو د نوموړي په وینا، په دې اړه هېڅ ټاکلی تاریخ نشته. د کاناډا دولت له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نږدې ۴۰زره افغانان د کډوالو په توګه مني، خو د دغو کسانو د ایستلو لپاره یې ځانګړی وخت او نېټه نه ده اعلان کړې.
د کاناډا دولت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شوی، دغه هېواد ۶۴۵۰ افغانان کاناډا کې ځاي پر ځای کړي دي. د اېستل شویو کسانو له ډلې، ۳۹۱۵ کسانو له کاناډايي پوځیانو او حکومت سره په مستقیمه توګه کار کاوه او ۲۵۳۵ نور بیا د بشردوستانه ویزو له لارې دغه هېواد ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر هغه افغان ښځينه قاضیانې چې د تېرکال له اکتوبر میاشتې راهیسې په یونان کې ژوند کوي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له دې امله چې ویزې یې لنډمهاله دي، له روغتیايي خدمتونو محروم دي.