د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوی له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستلو په اړه ډېرې خبرې کړې، خو افغانستان کې نور داسې مسایل هم شته چې باید پرې خبرې وشي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل د دوی لومړیتوب او له لومړۍ درجې غوښتنو څخه دي. توماس نېکلسون همداراز ټينګار کړی، که د اسلامي امارت سرپرست حکومت دا کار ونه کړي، نور حقوق به هم رعایت نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څه باندې یو کال وړاندې هغه مهال چې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړ، هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

ټاکل شوې وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د روان کال د وري میاشتې په درېیمه بېرته پیل شي، خو هغه مهال د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې موده کې چې نږدې یو کال کېږي، د نړیوالو فشارونو سربېره د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د نجونو ښوونځيو د بیاپرانستلو پرېکړه نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام