د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د برښنا په یوه دستګاه کې د تخنیکي ستونزې د حل وروسته له ازبکستان څخه د برښنا د واردولو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د برشنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ازبکستان د تیلي مرجان برښنا دستګاه کې تخنیکي ستونزه حل شوې او له دغه هېواد څخه افغانستان ته وارداتي برښنا نن سهار شاوخوا ۷ بجې بېرته وصل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 دغه شرکت زیاته کړې چې د برښنا په دې دستګاه کې د تخنیکي ستونزې له امله ازبکستان د برښنا له کمښت سره مخ شوی و چې له امله یې افغانستان ته د برښنا واردات کم شوي وو.

دغه شرکت ټینګار کړی چې له دې وروسته لنډ مهاله پرچاوي به د برښنا د کمښت او په کورنیو کې له اندازې زیات د برښنا کارولو له امله وي.

برشنا شرکت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ازبکستان له دغه شرکت سره له همغږۍ پرته د برښنا واردات ۶۰ سلنه کم کړي چې له امله یې کابل او یو شمېر ولایتونه د برښنا له کمښت سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام