کابل ښاریان د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي او د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې د هوا ککړتیا مخه ونیسي. د کابل ښار اوسېدونکی رفېع‌الله اميني چې د هوا ککړتيا له کبله ناروغ شوی، وايي:
«زه چې دباندې کاروبار کوم، ځینې وخت د هوا ککړتیا له امله مې سترګې او ستونی خوږېږي. دا ککړتیا چې له دود څخه جوړه شوې، زما د ناروغېدو لامل کېږي.»

پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې؛ «د ځمکې د تودوخې کچه ۱،۸ درجو ته رسېدلې»

افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله له نورو ډېر اغېزمنېږي. دغه بدلون په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه کرنیز حاصلات کم کړي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، د بې‌موسمه سېلابونو له امله میلیونونو وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه اوښتي او د وچکالۍ له امله خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسله‌وال برید شوی

څو شېبې مخکې په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسله‌وال برید شوی، خو هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی. په چمن کې سیمه يیزو سرچینو سلام وطندار ته ویلي، منظور پښتین په چمن کې د پاسپورټ او ویزو خلاف روان پرلت غونډه کې له وینا وروسته د تربت په لوري روان و چې پر موټر یې ډزې شوې دي.

جاپان له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

په کابل کې د جاپان سفارت نن (د لیندۍ دیارلسمه، د دوشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي. د جاپان سفارت هیله‌مندي ښودلې چې دا پیسې به د افغانانو د باعزته ژوند او پر ځان بسیاینې لپاره مرسته وکړي.