څو شېبې مخکې په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسلهوال برید شوی، خو هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی.
په چمن کې سیمه يیزو سرچینو سلام وطندار ته ویلي، منظور پښتین په چمن کې د پاسپورټ او ویزو خلاف روان پرلت غونډه کې له وینا وروسته د تربت په لوري روان و چې پر موټر یې ډزې شوې دي.
د سرچینو په وینا، منظور پښتین غوښتل په چمن کې د معترضانو له ملاتړ وروسته د بلوڅو قوم په اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړي، خو پر لارې پرې برید شوی دی.
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک پاڼې لیکل شوي چې دغه برید پاکستاني پولیسو پرې کړی دی.
د نوموړي پر پاڼه د شوي پوسټ له مخې، پاکستاني ځواکونه هڅه کوله چې منظور پښتین ونیسي او بیا یې مخامخ ډزې پرې وکړې، خو هغه له دغه برید څخه روغ ووت.
د منظور پښتین پر فېسبوکپاڼې لیکل شوي چې د پاکستان بېلابېلو ځواکونو اوس ټوله سیمه کلابند کړې او لا هم هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیسي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر سرلاري په وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي او یا هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او بندیان شوي دي.