یو کال وړاندې په همدې ورځ د غويي په اتلسمه د کابل لوېدیځ کې د سیدالشهدا د نجونو پر ښوونځي درې پرله‌پسې خونړۍ چاودنې وشوې.

په دغو چاودنو کې څه باندې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله واوښته، خو د یوه کال په تېرېدو سره، د يادو خونړيو چاودنو اغېزې اوس هم تر سترګو کېږي.

د سیدالشهدا ښوونځي ملازمه زينب، هغه مهال چې غوښتل يې د لومړنۍ موټر بم چاودنې قربانیانو سره مرسته وکړي، په خپله د یوه بل برید ښکار شوه او دې بريد کې ټپي شوه.

هغه د دې ترڅنګ چې اوس هم له روحي پلوه د دغه خونړي برید له منفي اغېزو څخه ځورېږي، له فزیکي اړخه هم په سمه توګه نه ده روغه شوې.

زینب سلام‌وطندار ته وویل: «په درېیم برید کې زه له څو نورو ښوونکو سره یوځای ټپي شوم. زده‌کوونکې مو راټولې کړې او ټپیان مو پورته کړل چې برید وشو، ټپي شوم، وروسته مو څه په یاد نه دي.»

د سیدالشهدا ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکې حکیمه د پېښې يوه بله قرباني ده او سره له دې چې د ياد بريد منفي اغېزې يې اوس هم له روحي اړخه ځوروي، دواړه لاسونه یې دې بريد کې زیانمن شوي او تراوسه یې درملنه نه ده شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

حکيمه وایي: «زه په لومړۍ چاودنه کې ټپي شوم. ډېر بوږنوونکی وضعیت و، خدای دې هغه ورځ پر هېچا نه راولي، یادول يې سړی دردوي. په خپلو سترګو مو ولېدل چې خلک په وینو کې لت پت پراته وو، د چا سر او د چا هم لاسونه نه وو.»

د حکیمې ورور محمدایوب وايي، د خور لاسونه یې درملنې ته اړتیا لري، خو د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شي کولای، درملنه یې وکړي.

هغه وایي: «اقتصاد مو ډېر کمزوری دی. د حکیمې د درملنې توان نه لرو، پلار مې دهقاني کوي. په دې وضعیت سره مو ونشوای کړای چې د حکیمې درملنه وکړو.»

رستم چې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې یې دوه لورګانې ټپي شوې وې، وايي چې له دغه برید څخه ترخې خاطرې لري.

هغه چې یوه لور یې په لاس او بله د پېښې له برخې څخه ټپي شوې، د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه دی توانېدلی چې د خپلو لورګانو درملنه وکړي.

رستم وایي چې اوس هم په ارامه زړه خپل اولادونه ښوونځي او یا هم نورو عمومي ځایونو ته نه شي استولی. په دغه بريد کې چې د رستم یوې لور لاس او د بلې لور پښه زیانمنه شوې، وایي، د کمزوري اقتصاد له امله نه دي توانیدلي چې د خپلو لورګانو درملنه وکړي.

رستم زیاتوي: «لورګانې مې هره شپه په چغو له خوب څخه پاڅېږي او وایي، پلاره مه يې پرېږده بیا زموږ وژلو ته راغلي. يوه لور مې اوس هم تر درملنې لاندې ده، زه د درملنې توان نه لرم، ځکه چې یو کراچۍ چلوونکی یم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، تېر کال د سیدالشهدا ښوونځي پر وړاندې برید کې لږ تر لږه ۸۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور ټپیان شول چې ګن شمېر یې نجونې وې.

افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بنیټ، د دغې پېښې د لومړۍ کليزې په تړاو وایي، د يادې پېښې د قربانیانو لپاره باید د عدالت غوښتنه وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام