Asset 1SWN

جوزجان کې بیرته ستنېدونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

IMG-20250424-WA0196

ځايي مسوولان وايي، دغه ښارګوټی د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې په ۲ زره جریبه ځمکه کې د بیرته راستنېدونکو لپاره جوړیږي او تېره ورځ یې د ښار جوړولو وزارت له لوري د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، زرګونه افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زوره اېستل شوي، ملاتړ او سرپناه ته ضرورت لري.

د هغه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې بېلا بېلو ولایتونو کې د بیرته راستنېدونکو لپاره سرپناه‌وې برابرې او ورته کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاد ښارګوټي کې به د کورونو ترڅنګ، ښوونځی، دارالعلوم، روغتون او کلینیک هم جوړ شي.

د یادونې ده چې دغه ښارګوټي کې به ۱۵۳۷ کورونه چې هر یو به یې له ۵ تر ۱۵ بسوې وي ورغول شي.

د کور او ښارجوړنې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي په نظر کې نیول شوي چې د ژوند ټولې اسانتیاوې به ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام