هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې کړې د موسیقۍ الې یې سوځولې دي.

د هرات د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست مسوولانو زیاته کړه چې دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو له پلورونکو سره به قانوني چلن کوي.

د هرات د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن المهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې موسیقي اورېدل حرامه ده او په وینا یې، پلورونکو سره به یې قانوني چلن وکړي.