نن سهار شاوخوا ۱:۳۰ د افغانستان یوشمېر ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهدان وو. خوست او پکتیکا ولایتونه د دې زلزلې له امله سخت ځپل شوي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

له دې خونړۍ زلزلې وروسته د امریکا په ګډون یوشمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو اعلان وکړ چې د دغه طبیعي ناورین قربانیانو او زیانمنو ته د مرستو رسولو لپاره هڅه کوي.

سپېنې ماڼۍ ویلي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګندوي او له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان ویلي چې د دغه هېواد جمهورریس جوبایډن د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او د فدرالي حکومت نورو ټولو شریکانو ته لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د رامنځته شوې طبیعي پېښې له زیانمنو سره د مرستې لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

د ښاغلي سولیوان په وینا، امریکا په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي او د هغوی ترڅنګ ولاړ دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش هم په خپله ټویټر پاڼه کې له زلزله ځپلو سره خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګند کړې او ویلي: «زموږ ټیم د اړمنو کسانو ارزونه پیل کړې او لومړنی مرستې یې وېشلي دي.»

دغه‌راز، هغه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې له زرګونه زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې زمینه برابره کړي ځکه «دا د یووالي وخت دی.»

ملګري ملتونه وايي چې د اوسني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې دوی يې له زلزله ځپلو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز ال اکبروف ویلي: «دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیر خوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسوو او سرپناه ورته برابره کړو بلکې له سېلابونو، زلزلو او اورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن یوو چې باید مخه یې ونیول شي”.

اکبروف زیاته کړې، د سختو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتیايي لارو چارو په اړه پوهاوی ورکول اړین دي، کنه نو ښايي په راتلونکي کې خلک له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

ده وویل، که څه هم سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلې دي خو د سختو ورښتونو او توندو بادونو له امله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي.

د ملګرو ملتونو دغه استازی همدا راز وايي چې له بېلا بېلو اړوندو ادارو سره په ګډه همغږۍ ۴۵ امبولانسونه او لس ټنه روغتیايي توکي پکتیکا ته لېږل شوي چې درمل، خېمې او ځينې نور روغتیايي توکي پکې شامل دي.

د کډوالو نړیوال سزمان هم ویلي چې زلزله ځپلو سیمو کې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. دغه سازمان زیاته کړې، د کارکوونکو یوه ډله یې د پېښې ځای ته رسېدلې څو د تلفاتو کچه مالومه او ټپیانو او زیانمنو سره مرسته وکړي.

د مرستو رسولو لپاره د اروپایي ټولنې او یوشمېر هېوادونو د چمتوالي اعلان

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکُلسون پر ټویټر لیکلي چې اروپایي ټولنه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د سیمې اوسېدونکو او زیانمنو سره د بیړنیو مرستو رسولو ته چمتو دی.

په همدې حال کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویټفیلډ هم پر ټویټر د ویجاړونکې زلزلې د قربانیانو له ژوندي پاتې شویو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، تېر کال د افغانستان خلکو ډېر کړاونه تجربه کړل او دغه “ناورین” نورې ستونزې هم زیاتې کړې. نوموړې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره بشري مرستې حیاتي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بایربوک په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې د خبر په اورېدو سره ” ډېره خواشینې” شوې. نوموړې زیاته کړې، جرمني به د بشري مرستو د برابرولو لپاره له نړیوالو همکارانو سره “تر شوني حده”کار وکړي.

دغه‌راز، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله ټویټر پاڼه کې د پکتیکا او خوست د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هند په دغو سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړې، هېواد یې چمتو دی چې ژر تر ژره افغانستان کې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم ویلي چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ترڅنګ یې بېړنیو مرستو ته هم چمتو دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په سوېل ختیځ ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او اوسېدونکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د محلي مسوولانو د وروستیو شمېرو له مخې یوازې د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي. مسوولانو خبرداری ورکړی چې دغه شمېر مخ په ډېرېدو دی.


پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام