Asset 1SWN

هرات ښار کې خلک د زلزلې له وېرې د ښار د پرېښودو په هڅه کې دي

هرات۱

هرات کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د دغه ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي له ښار څخه د وتلو په هڅه کې دي.

د راپورونو له مخې نن سهار ۵:۱۲ بجې یو ځل بیا دغه ولایت کې زوروره زلزله شوې چې زیانونه یې هم اړولې دي.

د دې ترڅنګ د زلزلو له وېرې نن چهارشنبه د هرات ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي له دغه ښاره د وتلو په هڅه کې دي.

د مسوولانو په وینا، تراوسه یو‌شمېر کسان له ښاره بهر ازاده فضا ته وتلي او لاهم خلک له ښاره خوندي ځایونو ته ځان رسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نن سهار د شوې زلزله له امله تراوسه د ۱۵۳ کسانو د ټپي‌کېدو او د یوه کس د مړینې خبر ورکړل شوی دی. د هرات حوزوي روغتون د مسوولانو په وینا، نن له غرمې مخکې دغه روغتون ته ۱۲۴ ټپیان او یو جسد وروړل شوی دی.

همداراز د رباط سنګي روغتون ته څلور ټپیان او نورو خصوصي روغتونونو ته ۲۵ ټپیان او یو جسد وروړل شوی دی.

د نن ورځې شوې زلزلې مرکز د هرات شمال‌‌لوېدیځ رباط سنګي ولسوالي ښودل شوی چې د یادې ولسوالي او ترڅنګ یې د انجیل ولسوالي ځینې کلي ویجاړ کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د ځمک‌پېژندنې مرکز دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې ښودلې ده. په ورته مهال یادې زلزلې د بادغیس او فراه ځینې سیمې هم لړزولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام