د هرات زندهجان ولسوالي کې د شوې زلزلې له کبله د زیانمنو کورنیو پاتې ژوندي کسان له حکومت د سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې شته خېمې ورته بسنه نهکوي او په وینا یې، تر خېمو لاندې په سړه هوا کې ژوند ستونزمن دی.
د زندهجان ولسوالي د نایبرفېع کلي یوه اوسېدونکي میراحمد له حکومت غوښتنه کوي چې د زلزلهځپلیو وضعیت ته دې پام وکړي. هغه وویل: «له حکومت غواړم چې موږ ته دې ځای جوړ کړي، څو لږ تر لږه مو ماشومان تاوده وي، ژمی نږدې دی او سیمه سړه ده.»
په همدې حال کې د زندهجان ولسوالي د وردګيها د کلي اوسېدونکي بسمالله هم وویل چې ژمی نږدې دی، که د هستوګنې کورونه نهوي، پاتې ماشومان به د سړې هوا له امله مړه شي.
هغه وویل: «خواړه، کمپلې او خېمې راغلي. خو ځای نشته چې د ژمي لپاره سرپناه ولرو. ۱۰۶۰ نفره نفوس یې درلود دې کلي او اوس ټول کلي له خاورو سره خاورې شوې دي.»
په ورته مهال د سرپرست حکومت مسوولان ژمنه کوي چې د زندهجان ولسوالي زلزلهځپلیو ته به پاخه کورونه جوړ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل: «کوم خلک چې متضرره شوي دي، د ژغورنې لپاره یې ټوله شپه امکانات په کار اچولي دي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او موږ ولیدل رسولي یې هم ول. د سرپناه ځایونه ورته جوړ کړي، دا خو موقتي و، لکه خېمه، بل دا ترپل دا شیان وو، انشالله د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې دغو خراب شویو کورونو ته چې تقریبا ۱۵۰۰ کورونه خراب شوي، د دې د پاخه جوړو موږ تاسو ته اطمنان درکوو چې دا به جوړېږي»
زلزلهځپلیو سره د مرستو په لړ کې تازه المان پنځه میلیونه، چین دوه سوه میلیونه ډالر مرسته کړې او یوشمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه کړې ده.
د هرات د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مالي او اداري رییس عبدالسلام بارکزي سلاموطندار ته ویلي چې زندهجان کې د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه زیاته کړه چې تر دې مهاله د یادې زلزلې له امله ۲۴۴۵ کسان مړه او د ټپیانو شمېر هم ۲۴۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.