د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند ګایو فنګ ویلي چې یاد هېواد به له روسیې او اوکراین سره خپلو عادي سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند نن یوې خبري ناستې ته وویل چې دا هېواد به د دوه اړخیز درناوي، برابرۍ او ګټې له مخې له روسیې او اوکراین سره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته دوام ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګایو فنګ زیاته کړې چې چین په وار وار ویلي، بندیزونه ستونزې نه هواروي، بلکې نورې ستونزې راپیدا کوي. د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړې، بندیزونه د اوکراین د کړکېچ حللار نه ده.
نوموړي زیاته کړې: «د تحریمونو لګول نه یوازې دا چې امنیتي ستونزې نه حل کوي، بلکې په اړوندو هېوادونو کې د خلکو ژوند اغېزمنوي.»
دغه چینايي چارواکي ټينګار کړی چې بندیزونه نړیوال بازار بېثباته کوي او نړیوال اقتصاد اغېزمنوي. ګایو فنګ زیاته کړې چې یاد هېواد به د چینايي شرکتونو د ساتنې او قانوني ګټو په اړه اړین اقدامات وکړي.