د پوهنتون یوه استاد له خپلې کورنۍ سره یوځای د اعتراض په توګه کفن اغوستی نن په کابل کې د پوهنتون یوه استاد په هېواد کې د روان وضعیت له امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په داسې حال کې د ښار واټونو ته راووت چې د اعتراض په توګه یې کفن اغوستی وو.
اعتراض کوونکي: نړیوال دې افغانستان کې د روان جنایت پر وړاندې چوپتیا ماته کړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دي د جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.