د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره په لیدنه کې پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

دغه لیدنه پرون سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوې ده. د خبرپاڼې له ‌مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست له نېکلسون سره په خبرو کې ویلي، نړۍ باید په افغانستان کې له هېڅ وسله‌‌والې ډلې څخه ملاتړ ونه‌ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سراج‌الدین حقاني ټینګار کړی چې اسلامي امارت د دوحې له تړون سره سم، هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي. نوموړي زیاته کړې، هرې مخالفې ډلې ته یې د خبرو دروازې پرانیستې دي.

توماس نېکلسون بیا په دغه لیدنه کې د پاسپورټونو د کتابچو د چاپ او جوړښت په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکاري ډاډ ورکړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د جګړې د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام